((د نړۍ بام ( پامير) ته د مسؤلينو توجه د اقتصادي دروازې پرانیستل دي))

taqi2_admin
Sat, Oct 11 2025 1:45 PM
((د نړۍ بام ( پامير) ته د مسؤلينو توجو د اقتصادي دروازې پرانېستل دي))

شنبه ۱۸ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزات لخوا د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په نوم پيل شويو غونډو په ترڅ کې نن په بدخشان ولايت کې د جوړې شوې غونډې پرمهال قومي مشرانو پورته څرګندونې داسې مهال وکړې، چې د ياد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري، د اسلامي امارت مسؤلينو، سيمه ييزو مشرانو او ولسي خلکو ونډه لرله.

غونډې ته د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي احمد وويل: زموږ د دې غونډو موخه دا ده، چې ولسي ستونزو ته رسېدنه وکړو او د حل لارې ورته ومومو. هغه زیاته کړه: اسلامي امارت له خلکو غواړي، چې د اتحاد، اتفاق او همکاري له لارې د هيواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ګډ کار وکړي. نوموړي د اوسني وضعیت ستاینه وکړه او ویې ویل: دا د اسلامي امارت د برکت نتیجه ده، چې نور څوک نه غواړي د بل وینه توی کړي او نه د بل حق وخوري، ځکه اوس د خلکو فکرونه د سولې، ثبات او عدالت پر لور اوښتي دي.

قومي مشرانو د اسلامي امارت پر ملاتړ خپل کلک باور څرګند کړ او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د پامیر د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي. دوی د نړې بام (پامیر) ته د مسؤلینو پاملرنه د اقتصادي دروازې د پرانېستلو په معنا ياده کړه. قومي مشرانوهمدارنګه ياده کړ، چې امنیت د هر پرمختګ شرط دی خو د اسلامي امارت مشرتابه د امنیت د ټینګښت او د خلکو د هوساینې لپاره په پوره اخلاص کار کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu