کنړ کې د ا.ا.ا مسؤلينو له لوري ۲۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

taqi2_admin
Mon, Sep 08 2025 2:53 PM
کنړ کې د ا.ا.ا مسؤلينو له لوري ۲۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه  ۱۵ ربيع الأول ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميد الله غازي په هڅو د قومي سپين ږيرو، علماء کرامو او سيمه ييزو خلکو په دوامداره هلوځلو د دغه ولايت په آسمار ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ شاوخوا ۲۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.

د دغه دښمني په پايله کې له دواړو لوريو درې تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ دواړو خواوو ته ژورې اندېښنې موجودې وي، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب د يوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسولې.

ښکېلې غاړې، چې له دې اوږدمهاله دښمني څخه ډيرې زورېدلې وې په خپله روغه جوړه خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت څخه په مننې کولو سره يې ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول شخړو ته زړه ښه نه کړي.

دشمنی ٢٥ ساله از سوی مسؤولین امارت اسلامی در کنر به دوستی تبدیل شد

دوشنبه  ۱۵ ربيع الأول ۱۴۴۷

با تلاش های  ملا تحمیدالله غازی، رئیس امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کنر و کوشش های دوامدار بزرگان قومی، علما و مردم محل، دشمنی تقریباً ۲۵ ساله میان دو خانواده در ولسوالی اسمار  ولایت متذکره به دوستی تبدیل گردید.

در نتیجه این دشمنی، سه نفر از هر دو طرف کشته، چندین نفر زخمی  و علاوه بر خسارات مالی فراوان، اختلافات  عمیقی بین  هر دو طرف وجود داشت، که با میانجیگری مسؤلین ، طی یک نشست خاتمه یافت.

طرفین منازعه  که از این دشمنی دیرینه بسیار متاثر شده بودند، از این آشتی ابراز خرسندی نموده  و با تشکر ازمسؤلین امارت اسلامی، تعهد سپردند، که در آینده به هیچ گونه منازعه دست نمی زنند.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu