لغمان کې اوه کلنه دښمني په ورورولي بدله شوه

taqi2_admin
Wed, Sep 03 2025 3:59 PM
لغمان کې اوه کلنه دښمني په ورورولي بدله شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي په ګړان سيمه کې د دوو کورنیو ترمنځ اوه کلنه دښمني د قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو سره پای ته ورسېده. یاده شخړه، چې ۷ کاله وړاندې د کورني تاوترېخوالي له کبله رامنځته شوې وه په سوله ييزه توګه حل شوه.

په همدې موخه د جوړې شوې غونډې پرانېسته د یاد آمریت آمر مولوي نورالهادي چپاو وکړه ګډونوالو ته یې د اسلامي شریعت له نظره د عفوې او بښنې ارزښت روښانه کړ. ورپسې قومي مشر هم د بښنې په ګټو او خوپايلو خبرې وکړې او د دواړو کورنیو د هوکړې ستاینه یې وکړه.

د دغې رابلل شوې جرګې په پای کې ښکېلو غاړو له رضايت وروسته د دوستۍ لاسونه ورکړل او د ورورولۍ ژوند يې پيل کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu