په کابل کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسیده

taqi2_admin
Wed, Sep 03 2025 11:44 AM
په کابل کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسیده

 

سه شنبه، ۱۴۴۷ هـ ق د ربیع الأول 9

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمدعلي جان احمد، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع‌الله ثاقب، د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي محمدآجان رهبر، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي تسلیم‌الله حقاني، دینی عالمانو او جرګه‌کونکو د کابل په شاه شهید سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د سیمه‌ییزې موضوع له امله رامنځته شوې څلور کلنه دښمني، چې له کبله یې د یوه لوري یو تن وژل شوی و، په دوستۍ بدله کړه.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمدعلي جان احمد په خپلو خبرو کې د خپلمنځي شخړو ناوړه پایلو ته اشاره وکړه. نوموړي زیاته کړه، هېواد مو نوی له څو لسیزو ستونزو او ناخوالو را وتلی او د پرمختګ لپاره په هره برخه کې هڅې روانې دي. تر څنګ یې د سرحداتو وزارت هم مصمم دی چې د کورنیو او قومونو ترمنځ د ورورولۍ اړیکې ټینګې کړي، د کرکې او تربګنیو مخه ونیسي او د ټولنه د سوله‌ ییز ژوند پر لور رهبري کړي چې دا دې  نن يې لله الحمد د قومي مشرانو، او دیني علماوو په همکاری د دوو خوا بدو کورنیو ترمنځ را پورته شوې دښمنی حل او دوی سره پخلا کړل.

همدارنګه د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع‌ الله ثاقب او د معلوماتي ټکنالوجي رئيس مولوي محمداجان رهبر په خپلو ویناوو کې ټینګار وکړ چې کله د یوې ټولنې خلک له دښمنۍ څخه دوستۍ ته مخه کوي، خو بیا وروسته د بې‌ځایه اختلافاتو لور ته ستنیږي، نو داسې قوم د الله (ج) په وړاندې د سخت عذاب مستحق ګرځي نو اړینه ده چې مونږ ټول د یووالي، بښنې، زغم او ورورولۍ لار خپله کړو.

په پای کې دواړو کورنیو له جرګه‌ کوونکو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له مسؤلینو مننه وکړه. هغوی وویل چې په تېرو څو کلونو کې چې د دوی ترمنځ شخړه روانه وه، ډېرې سختۍ یې تېرې کړې، خو اوس د یادو مسؤلینو په منځګړیتوب بېرته د ورورولۍ او اخوت ژوند ته ستانه شول او را منځته شوې دښمني یې د تل لپاره پای ته ورسوله.
 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu