د جوزجان ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې ولسي غونډه جوړه شوه

taqi_admin
Thu, Aug 07 2025 9:09 AM
د جوزجان ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې ولسي غونډه جوړه شوه

۱۰ صفرالمظفر ۱۴۴۷هـ.ق د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د یاد ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر ولسونو ترمنځ د اسلامي اخوت او د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه. د خانقاه ولسوالۍ قومي مشرانو په هېواد کې د قومونو ترمنځ د ملي یووالي پر لا ټینګښت ټینګار وکړ. هغوی وویل، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته، قوم‌پرستي او تبعیضي چلند له منځه تللی، او ټولو ولسونو ته پرته له توپیره رسیدنه کېږي. نوموړو همداراز د خپلو سیمو د بیا رغونې او تعلیم په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل. ورپسې د ولایت د مقام استازي مولوي احمد خان او د علماوو شورا غړي مفتي محمد اسماعیل، د اسلامي وحدت پر ارزښتونو خبرې وکړې او له ولسه یې وغوښتل، چې په خپل منځ کې دې هیڅ ډول اختلاف ته لاره ورنکړي تر څو د دښمن د توطیو ښکار نشي او په خپل نظام ننګ وکړي. په پای کې د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم ګډونوالو ته وویل، چې په اسلامي امارت کې د ټولو اقوامو حقوق مساوي تضمین شوي دي. نوموړي د ناروا رواجونو، انساني قاچاق او تبعیضي چلندونو د مخنیوي په موخه صادر شوي فرمانونه تشریح کړل او همدارنګه یې ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، تر څو ورته د حل لاره وموندل شي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu