غزني کې د يوې مېرمن او دوه ماشومانو په ګډون د ۷ تنو له مرګ ژوبلې وروسته روغه!

taqi_admin
Mon, Aug 04 2025 11:00 AM
غزني کې د يوې مېرمن او دوه ماشومانو په ګډون د ۷ تنو له مرګ ژوبلې وروسته روغه!

يکشنبه ۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د غزني ولايت په آب بند ولسوالي کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوی جنجال، چې پکې د يوې مېرمنې په شمول دوه ماشومان وژل شوي او څلور تنه نور پکې ټپيان شوي وو حل او دواړو خواوو يو بل ته په بښنې کولو سره سوله ييز ژوند پيل کړ. د دغې پېښې د روغې جوړې لپاره د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس الحاج مولوي جان محمد حاجي مومن د قومي مشرانو او علماوو په همکاري د دواړو کورنيو د مشرانو سره د خبرو اترو له لارې موضوع حل او ښکېل اړخونه يې ورورولي ته راوبلل. په پېښه کې د وژل شويو قربانيانو د کورنۍ مشرانو د جرګې په پرېکړه خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت له مسؤلينو يې مننه وکړه، چې د يادې ستونزې په حل کې يې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu