بادغيس او بلخ ولايتونو کې څو شخړې د روغې جوړې له لارې پای ته ورسیدې

taqi_admin
Mon, Aug 04 2025 10:57 AM
بادغيس او بلخ ولايتونو کې څو شخړې د روغې جوړې له لارې پای ته ورسیدې

شنبه ۱ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د بادغيس ولايت سنګ اتش ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ترافيکي پېښې له امله راپورته شوې شخړه چې له امله يې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو لخوا په سوله‌ ييزه توګه حل شوه. د دواړو خواوو يو بل ته د ورورۍ غاړې ورکړې. په ورته وخت کې د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار شپږمې ناحيې کې څلور کلنه اوږده شخړه چې د دواړو اړخونو ترمنځ يې ژور اختلاف رامنځته کړی و د دغه ولايت دسرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو په وسيله پای ته ورسيده. د شخړې دواړو اړخونو د سولې او يووالي لپاره يو بل وبښل. همداراز د مزارشريف ښار په نهمې ناحيه کې هم ورته درې کلنه بله شخړه د خبرو اترو له لارې حل شوه. ښکېلو خواوو يو بل ته د ورورۍ غاړې ورکړې او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به د هېڅ جنجالونه سره نه کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu