د نورستان ولایت له قومي مشرانو سره لیدنه

taqi_admin
Wed, May 07 2025 1:50 PM
عکس

 

شنبه/۵/ذوالقعدة/ ۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد نن غرمه مهال د نورستان ولایت وایګل ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 

په دغه کتنه کې قومي مشرانو د یادې سیمې د ولسونو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي ډاډ څرګند کړ، ویې ویل چې دوی د اشغال پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او غربي پوځونه یې نه دي پرېښي چې دغې سیمې ته داخل شي. راغلیو سپین ږیرو وایګل د ستراتیژیک موقعیت او ښېرازه طبعیت له امله یوه اړینه سیمه وبلله او د ځينې ضمني ستونزو ترڅنګ یې د ریاست الوزراء په حکم د یادې سیمې د ولسوالۍ کېدو او نورو تشکیلاتي چارو د پیل غوښتنه وکړه. 

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي احمد ولسي استازو ته هرکلی وکړ، زیاته یې کړه، چې د دې ولسونو مبارزه او ستړیاوې د ډېرې ستاینې وړ دي او د اسلامي نظام په حاکمیت کې د دې خاورې ټولو خلګو برخه اخیستې. نوموړي قومي مشرانو ته د ډاډ په څرګندولو سره وویل چې د دوی ستونزو ته د خپل وس په اندازه حل لارې لټوي او د ریاست الوزراء په شمول به یې تر اړوند ارګانونو پورې رسوي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu