د کوچیانو لپاره د تابعیت تذکرو د وېش د ستونزو د حل په اړه غونډه

taqi_admin
Sat, May 03 2025 9:59 AM
عکس

 

پنجشنبه، ۳ ذوالقعدة ۱۴۴۶ هجري 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشرۍ، د کورنیو چارو وزارت د استازي الحاج مولوي خلیل الرحمن رحماني او د احصایې او معلوماتو  د نفوسو د ثبت رئیس مولوي روح الامين په شتون کې، د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ د میرزامقام کلي د عیدزي او اڅکزي قبیلو د کوچیانو لپاره د تابعیت تذکرو د وېش د ستونزو د حل په موخه، په یاد شوي مرستیال دفتر کې غونډه وشوه.

په لومړي سر کې، محترم احمد کوچیان د هیواد یو شریف او عزتمن قبیله وبلله، او د تابعیت تذکرو ترلاسه کول یې د هیواد د هر فرد یو نه جلا کیدونکی حق وباله. بیا محترم روح الامين د کوچيانو لپاره د تذکرو د وېش پروسې ته اشاره وکړه او ويې ويل: د کوچيانو لپاره د تذکرو د وېش طرزالعمل منظور شوی دی، او د احصایې ملي اداره به د دې طرزالعمل پر بنسټ کوچيانو ته تذکرې وویشي.

د غونډې غړو د یادې سیمې کوچیانو ته د تذکرو د وېش ستونزې د حل موندلو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل. د بحث او نظرونو تبادلې وروسته، د غونډې غړو پریکړه وکړه چې د دې مشکل د حل موندلو لپاره باید بله غونډه جوړه شي، ترڅو وروستۍ پریکړه وشي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu