ميدان وردګ ولايت کې دوه کلنې شخړې پای وموند

khoram_admin
Thu, Apr 24 2025 10:24 AM
ميدان وردګ د شخړي انځور

 

پنجشنبه ۲۶/شوال /۱۴۴۶

د ميدان وردګ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر امين الله اخندزاده په مشري د ځايې خلکو، متنفذينو او علماوو په ګډو هڅو د ياد ولايت په جلريز ولسوالۍ کې د علي او قزلباش خيلونو ترمنځ دوه کلنه شخړه حل او فصل شوه.

د دغې شخړې پرمهال دواړو خواوو يو بل ته د هستوګنې کورونه سوځولي وو او د سختو مالي تاوانونو ترڅنګ يې له يو بل سره ژور جنجالونه درلودل، چې د مصلحينو لخوا يې لومړی موضوع وڅيړل شوه او بيا د شريعت په رڼا کې له فيصلې وروسته سره پخلا شول.

د جرګې مشرانو زیانمن شوي لوري وپوهول، چې په شخړو او جنګونو کې هېڅ خير نشته بلکې ډير نور تاوانونه هم پېښولی شې همدا راز ښکېلو خواوو هم د محلي مسؤلینو په ځانګړې توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمريت له مسؤلینو مننه وکړه او د موضوع پر حل یې خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu