د پاکستان څخه په جبري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو له کمپ څخه ليدنه

khoram_admin
Tue, Apr 22 2025 11:05 AM
د پاکستان څخه په جبري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو له کمپ څخه ليدنه

د پاکستان څخه په جبري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو له کمپ څخه ليدنه  

دوشنبه ۲۳ شوال ۱۴۴۶  

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد له مل پلاوي سره يوځای تېره ورځ د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه په جبري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو له موقتي کمپ څخه ليدنه وکړه. 

 د دغه ليدنې پرمهال ښاغلي احمد د راستنو شويو کډوالو د بيلا بيلو کورنيو احوال واخيست، ستونزې يې واوريدلې او د ځايې مسؤلينو ترڅنګ يې د يادو کډوالو لپاره د جوړو شويو کمېټو استازي لا ښه خدمت ته وهڅول نوموړي وويل: د ديني او ملي مسئوليت له مخي اړ يو، چي د راستنېدونکو هيواد والو خدمت په ښه ډول وکړو او خپل ولس ته مورال ورکړو، تر څو راتلوونکی ژوند په امن، عزت او خوشالۍ سره وکړي. 

 د راغلو کډوالو د کورنيو مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د همغږۍ معين سره د ليدنې له امله مننه وکړه او د اسلامي امارت په ښو خدمتونو يې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د اللّٰه ج شکر ادا کړ، چې د پردي وطن له احتياجه خلاص شوو او په خپل هيواد کې يې قدمونه کېښودل.  

د يادولو وړده، چي د سپین بولدک او طورخم له لارې د پاکستان څخه هره ورځ سلګونه مهاجرې کورنۍ هيواد ته راستنېږي، چي د اسلامي امارت لخوا ورته بشپړ چمتوالی نیول شوی او د لومړنيو اړينو مرستو ترڅنګ هره کورنۍ په ډېر عزت تر خپل ټاکلي ځايه رسول کیږي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu