د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير الحاج ملا نورالله نوري د کابل ولايت د بېلابېلو ناحيو او ولسواليو له قومي مشرانو سره وکتل

khoram2_admin
Tue, Feb 04 2025 7:14 PM
ليدنه

سه شنبه ۱۴۴۶/۸/۵

د کابل ولایت د والي الحاج امین الله عبید په مشري د یاد ولایت د اوو ولسوالیو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا نورالله نوري سره په لیدنه کې د اسلامي امارت کلک ملاتړ څرګند کړ، زیاته یې کړه: دا سوچه شرعي نظام دی او ټول ولس پکې خپل ځان ويني دوی وویل: هیڅ چاته اجازه نه ورکوو، چې ددې نظام د تخريب لپاره دسيسې جوړې کړي.

ورپسې د یاد وزارت وزیر الحاج ملا نور الله نوري دغې ناستې ته په خبرو کې وویل: د اسلامي امارت په حاکمیت او قائمولو کې د دې ولس ځوانانو، علماوو او مشرانو قربانۍ ورکړې او نن چې شرعي نظام حاکم دی دا ددې خلکو د ديانت، غيرت، ميړانې او جهاد برکت و. ښاغلي نوري همدارنګه په نظامي، اقتصادي او سياسي برخو کې د ا.ا.ا لاسته راوړنو ته په اشارې سره ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ سیال هیواد وي او موږ به د ډېرو پرمختګونو شاهدان یو.

د ناستې په ترڅ کې د کابل ولایت والي مولوي امین الله عبید له ښاغلي نوري څخه په مننې زیاته کړه چې له ولسونو سره دا ډول ناستې جوړول ډېر اړین دي ترڅو د ولسونو اصلي غږ تر لوړو مقاماتو ورسېږي او ستونزو ته یې د حل لارې ولټول شي. د کتنې په اوږدو کې د پلازمېنې کابل د ټولو مرکزي ناحیو ترڅنګ د قره باغ، شکردرې، ګل درې، استالف، کلکان، میربچه کوټ او فرزې ولسوالۍ استازو له ښاغلي نوري او ښاغلي عبید څخه وغوښتل چې د ولسي ستونزو په برخه کې پاملرنه وکړي او ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu