په هرات کې د ۸ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله شخړه هم هواره شوه

khoram_admin
Thu, Jan 23 2025 8:44 AM
شخړه

 

چهارشنبه ۱۴۴۶/۷/۲۲

د هرات ولايت په کشک کوهنه ولسوالۍ کې د نورزي قوم د دوو کورنيو ترمنځ هغه راپورته شوې شخړه هواره شوه، چې له دواړو لوريو څخه په کې دوه تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان او ګڼ مالي تاوانونه اوښتي وو.

د دغې شخړې د هواري په موخه د هرات د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس يادې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د قومي مشرانو، علماوو او اسلامي امارت ځينو مسؤلينو په ملتيا يوه لويه غونډه را وبلله، موضوع يې وڅېړله او ښکېل لورې يې روغې جوړې ته راضي کړل، چې په همدی سره يې د مسؤلينو لخوا شوې فيصله ومنله او سره غاړه غړۍ شول.

ورته مهال د بلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو ترمنځ د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو او ځايې خلکو په هڅو د ځمکې د ملکيت پر سر هغه دوه کلنه شخړه پاي ته ورسېده، چې له امله يې دواړو کورنيو ته مالي تاوانونو اوښتي وو او له سوله ييز ژوند څخه بې برخې وې. دغه کورنۍ چې د راپورته شويو جنجالونو څخه په تنګ راغلې وې د جرګه کوونکو فيصله يې ومنله او له دښمنۍ لاس په سر شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu