په ننګرهار ولایت کې ۱۰ کلنه او بلخ ولایت کې ۳ کلنه دوښمني په دوستي بدله شوه

khoram_admin
Tue, Dec 31 2024 9:29 AM
شخړه

 

۱۴۴۶/۶/۲۷

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل موضوع له امله رامنځته شوې ۳ کلنه دوښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي، د بلخ مرستیال والي الحاج مولوي نورالهادي ابو ادريس او د سیمه ایزو ادارو د یو شمېر مسؤلینو په منځګړیتوب او هلو ځلو په پایله کې حل او په دوستۍ بدله شوه.

بلخوا د ننگرهار ولایت، دره نور ولسوالۍ د سفر کلا په سیمه کې هم د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې ۱۰ کلنه خپل منځي منازعه چې له امله یې ۳ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه او د دواړو کورنیو ترمنځ یې ژور اختلاف رامنځته کړي وو، د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د مسؤلینو لخوا د جوړو شویو مراسمو له لارې د ننګرهار ولایت د محلي ادارو د یو شمېر مسؤلینو، ځايي قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب حل او دواړه کورنيو په سیمه کې د یو او بل تر څنګ د سولې او ورورولۍ نوى بهیر پیل کړ.

د یادونې ده چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په ولايتونو کې د خپلو سیمه ییزو ادارو په مرسته د ۱۴۴۶ کال په لومړیو درې ربعو کې سلګونه لويې او وړې دوښمنۍ حل او د تل لپاره په دوستۍ بدلې کړې دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu