په هرات ولایت کې له سلګونه دیني عالمانو او قومي مخورو سره د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه تر سره شوه

khoram_admin
Wed, Dec 25 2024 8:55 AM
غونده

 

سشنبه ۲۲ جمادی‌الثانی۱۴۴۶

د هرات ولایت په مرکز کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام ستره غونډه په داسې حال کې تر سره شوه چې پر مهال یې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، مل پلاوي، د هرات والي شیخ مولوي اسلام جار او د محلي ادارو مسؤلینو ګډون درلود.

په غونډه کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي احمد ناستو خلکو ته وویل: په افغانستان کې د اسلامي نظام راتلل د افغانانو آرزو وه او ددې لپاره یې قربانۍ ورکولې، نوموړي زیاته کړه: د ا.ا.ا په راتګ سره په افغانستان کې قومیت، تبعیض، سمت پرستي ختمه شوې ده، ټول ولس پر یوه ټغر را ټول دی، ښاغلي احمد په خپلو خبرو کې د تېر شل کلن جهاد په دوران کې د افغانانو قربانۍ وستایلې او دا نظام یې د خلکو نظام یاد کړ.

همداراز قومي مخورو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او له اسلامي امارت څخه یې مننه وکړه چې له توپیر پرته د ټولو قومونو تر منځ د اتحاد او همکارۍ توازن ساتي، دوی د هرات ولایت اړوند د مکاتبو، ځمکو، د اوبو د نه شتون او یو لړ نورې ستونزې شریکې کړې او له حکومت څخه یې د حل غوښتنه وکړه. 

د غونډې په پای کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس شیخ نیک محمد افغاني وویل: د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت د کال په جریان کې د هېواد په ٣٤ ولایتونو کې له ولسونو سره د یووالي او همغږۍ غونډې جوړوي چې په ترڅ کې یې د دوی ستونزې اوري او د حل هڅه یې کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu