ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د ۸ کلنې شخړې د حل تر څنګ بله شخړه دښمني هم پای ته ورسېده

khoram2_admin
Wed, Dec 18 2024 3:10 PM
شخړه

چهارشنبه ۱۴۴۶/۶/۱۶

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالي کې هغه ۸ کلنه شخړه هواره شوه، چې د مالي زيانونو تر څنګ پکې له يوه لوري يوه مېرمن وژل شوې وه او د ژورو اختلافاتو له امله يې لا هم د يو بل د وژلو هڅې کولې.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس الحاج حافظ رحمت الله غازي عمر په مشرۍ، د ګوشتې ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو په دوامداره کوششونو د دغه کورنيو مشران لومړی روغې جوړې ته اماده شول او بيا د يوې منصفانه پريکړې له مخې يو بل ته غاړه غړۍ شول، چې په همدې سره يې ياده ۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست رئيس ملا تحميد الله غازي په مشرۍ، د ديني عالمانو او مصلحينو يه ګډو همکاريو حل او فصل شوه او دواړو طرفونو د خوښۍ غاړې سره ورکړې.

هغه غونډه چې په همدې مناسبت په سرکاڼو ولسوالۍ کې جوړه شوې وه مسؤلينو پکې د عفوې او بښنې په تړاو خبرې وکړې او ښکېل اړخونه يې دسولې په ارزښت وپوهول، چې په همدې توګه دواړه طرفونه روغې جوړې ته راضي شول او د يوې عادلانه فيصلې وروسته يې يو بل ته عام تام بښنه وکړه او د ورورۍ ژوند يې پيل کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu