له نقشبندیه سیف الاحناف مدرسې څخه لسګونه فاضلان او قاریان فارغ شول

khoram2_admin
Wed, Dec 18 2024 3:02 PM
فراغت

دوشنبه ۱۴۴۶/۶/۱٥

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري زابل ولایت ته د خپل سفر په اوږدو کې د دغه ولایت شاجوی ولسوالۍ د هولان رباط سیمې د نقشبندیه سیف الاحناف مدرسې د فاضلانو او قاریانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

د دغې فراغت غونډې پر مهال ښاغلي نوري فارغ شویو فاضلانو او قاريانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د علم په فضیلت او د علماوو په ارزښت او شان خبرې وکړې. هغه زیاته کړه: علم د لارې مشال او له تیارو څخه د راوتلو وسیله ده که چیرته عمل ورسره یوځای شي د دواړو جهانونو د سعادت او نېکمرغۍ سبب ګرځي. نوموړي د مدرسې په تاریخي مخینه او اهمیت رڼا واچوله او له فارغ شویو فاضلانو څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو له خپل علم څخه په ګټنې خپل ولس ته د خدمت جوګه وګرځي.

په یاده غونډه کې د شاجوی ولسوالۍ دولتي مسؤلینو، او سیمه ییزو عالمانو هم فارغ شوي فاضلان او قاریان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او د پوهي په ارزښت یې علمي ویناوې وکړې. له یادې مدرسې څخه د دغې فراغت غونډې په ترڅ کې ۲۰ تنه د لویې دورې فاضلان او ۳۲ تنه قاریان فارغ شول او د فضیلت پګړۍ ور په سر کړل شوې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu