بلخ ولایت کې د ۳۵ کلونو اوږده دښمني پای ته ورسېده

khoram_admin
Mon, Dec 16 2024 12:36 PM
شخړه

 

دوشنبه ۱۴۴۶/۶/۱۴

د بلخ ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۳۵ کلنه اوږده دښمني پای ته ورسېده چې يو تن پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د ګڼو مالي زيانونو تر څنګ يې لا هم تر منځ ژور تاوتريخوالی او لوی اختلافونه موجود وو.

د ياد ولايت د والي الحاج محمد یوسف وفا، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوی سردار محمد محمدي، ځایي علماوو او قومي مشرانو په بيا بيا هلو ځلو لومړی د دغه دواړو کورنيو سره جلا جلا ناستې وشوې او وروسته د جرګې د عادلانه پريکړې له مخې روغې جوړې ته راضي شوې چې په ترڅ کې یې دا د کلونو کلونو دښمنې پای ته وموند.

ښکېلو اړخونو د مسؤلينو د منصفانه پريکړې له مخې يو بل ته په بښنې کولو سره د ا.ا.ا او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مشرانو مننه وکړه، چې په وينا يې د دوی د يادې ۳۵ کلنې دښمنۍ تر څنګ د ولسونو هره لویه او وړه شخړه په سولييزه توګه حل او فصل کړې او هيوادوال يې د خوښۍ په ټغر سره راټول کړي دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu