په جوزجان ولايت کې دوه مرورې کورنې بېرته سره يوځای شوې

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو او مصلحينو په دوامداره هلوځلو د قوش تپې په ولسوالۍ کې د دوو مرورو کورنيو ترمنځ داسې مهال روغه جوړه وشوه، چې د يوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې ترې لومړی تعهدونه واخېستل شول او بيا يې ترمنځ عادلانه فيصله وشوه.
د ښکېلو دواړو کورنيو مشرانو د جرګه کوونکو په شوې پريکړه خوښي څرګنده کړه او يو بل ته د بښنې په کولو سره يې تېر هېر کړل او د نوي ژوند لپاره يې يو بل ته د ورورۍ غاړې ورکړې.
دوی د اسلامي امارت له مسؤلينو مننه وکړه، چې په وينا يې د خوښۍ او ورورۍ فضا يو ځل بيا ورته برابره کړه او د دښمنۍ پرځای يې دوستۍ ته را وبلل.