په سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولايتونو کې د لرو پرتو ولسوالیو ولسونو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه سفر

khoram_admin
Wed, Oct 30 2024 2:14 PM
ناسته

 

چهارشنبه ١٤٤٦/٤/٢٧

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د مشرتابه په هدايت د دغه وزارت لخوا د مرکزي کمېټې پلاوي، چې د مالي او اداري لوی رئیس مولوي محمد انور تائب يې مشري کوله، کنړ ولايت ته سفر وکړ او د ياد ولايت له مرستيال والي الحاج مولوي عبدالله حقاني، ولايتي کمېتې غړو او اړوندو مسؤلينو سره يې ناسته ترسره کړه.

د دغې ناستې پر مهال د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو ولسونو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ولايتي کمېټې تر سره شوي فعاليتونه روښانه شول او ګزارش يې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لېږل شوي هيئت سره شريک شو، چې د ياد هيئت له لوري ورته د خدمتونو وړاندې کولو په کړنلاره، ميکانيزم او اسنادو په اړه وضاحت وړاندې شو.

په پاي کې د کنړ ولايت مرستيال والي د ولايتي کمېټې په مشرۍ د سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو کړنلارې او ميکانيزم روښانه کولو په موخه د ورغلي پلاوي څخه مننه وکړه او دا چاره يې د يادو ولسونو د خدمت لپاره اړينه وبلله.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu