په سرحدي ولسوالیو کې د پراختیایي پروژو او خدماتو د پلي کولو په موخه پکتیکا ولایت ته د یوه پلاوي سفر

khoram2_admin
Thu, Oct 24 2024 8:58 AM
ناسته

۱۸/۴/۱۴۴۶ هـ ق 

په سرحدي او ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندی کولو لپاره د عالیقدر امير المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پلي کولو په موخه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ د رئیس شیخ نیک محمد افغاني په مشرۍ یوه پلاوي پکتیکا ولایت ته سفر وکړ. دغه پلاوی چې د یادې موخې د تحقق په موخه ټاکل شوی و، د پکتیکا ولایت له مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او د ولایتي کمېتې له غړو سره یې ناسته وکړه او ډیورنډ فرضي کرښې ته په څېرمه ولسوالیو کې یې د خدمتونو وړاندې کولو په کړنلارو او ميکانيزمونه معلومات وړاندې کړل او د اړوندو اسنادو په اړه یې وضاحت او د شته ستونزو حل لارې بیان کړې. د دغې ناستې پر مهال ولايتي کمېټې د خپلو کړنو راپورنه وړاندې کړل چې د مرکزي هیئت له لوري ورته لازمې سپارښتنې وشوې، وروسته مرستیال والي ښاغلي سعادت د ولایتی کمېټې د مشر په توګه له راغلي پلاوي او د کمېټې له غړو څخه مننه وکړه او کاري پروسې روښانول يې د ولايتي کمېټې د لارښوونې په موخه اړینه وبلله. یاد هیئت د ورځې په وروستیو کې د پکتیکا له والي الحاج ملا عبدالخالق عابد سره هم لېدنه وکړه، د خدماتو د څرنګوالي په تړاو یې معلومات شریک کړل او په دې اړه یې سره سلا مشورې وکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu