په زابل ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ شپږ کلنه شخړه هواره شوه.

khoram_admin
Sat, Oct 12 2024 10:29 AM
زابل کې شخړه

 پنج شنبه ٧/ربیع الثانی/١٤٤٦

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر الحاج ملا نورالله نوري او د ولایتي ادارې په لارښوونه او هڅو د زابل ولایت مرکز قلات اړوند ملایانو (کاریزګي) کلي کې د دوو قومونو ترمنځ هغه شپږ کلنه شخړه حل شوه چې دوه تنه پکې وژل شوي او څلور نور پکې ټپیان شوي وو.


دغه شخړه چې د دواړو خواوو ترمنځ یې لوی قومي اختلافات رامنځته کړي وو او تر منځ یې د روغې جوړې هڅې شوې وې، خو بیا هم د یو لړ جنجالونو له امله ناحل پاتې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د خپل سفر په ترڅ کې له طرفینو سره وکتل، هغوی روغې جوړې ته چمتو کړل او مصلحین یې وټاکل تر څو د یادې شخړې څېړنه وکړي او د حل لارې چارې ورته ولټوي.

تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر د رئیس حاجي ملا نیاز محمد تقي، د زابل ولایت والي الحاج مولوي حزب الله افغان، د علماوو شورا رئیس مولوي عزیز الله طیب، د شاجوی ولسوالي ولسوال خالد اخندزاده، دیني علماوو، قومي مشرانو او د اسلامي امارت یو لړ مسؤلینو په شتون کې فیصله ابلاغ شوه او د یوې عادلانه فیصلې په ترڅ کې یاده شخړه حل او فصل شوه.

ښکېلو قومونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، ولایتي ادارې، علماء شورا او قومي مخورو لخوا د شوې فیصلې هرکلی وکړ او د دوی ترمنځ یې د منصفانه پرېکړې له مخې یو بل وبښل او دغه شپږ کلنه له ژورو اختلافاتو ډکه دښمني یې په دوستۍ بدله شوه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu