په تخار ولايت کې لويه ولسي غونډه تر سره شوه

khoram2_admin
Thu, Oct 03 2024 3:59 PM
تخار کې غونډه

پنج شنبه ۳۰/۳/۱۴۴۶

د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډو په ترڅ کې نن د تخار ولايت مرکز د يوې لويې ولسي غونډې کوربه وو، چې پکې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني د تخار ولايت حکومتي مشرانو، ولسوالانو او قومومي مخورو برخه اخيستې وه. په پيل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني وويل: غواړو ولسونه د داسې غونډو له لارې د ژبني، سمتي او مذهبي تعصبونو په بدو عواقبو وپوهو او قومونه اتحاد او ورورۍ ته وهڅوو تر څو د چا په غلطو تبليغاتو ونه غوليږي.

ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد وويل: امريکا او شريکانو يې موږ داسې معرفي کولو، چې ظلم کوو ددې خاورې او ولس خلک نه يو خو اوس د فتحې په راتګ دا روښانه شوه چې د دې خاورې اصلي وارثين او خواخوږي څوک دي. ښاغلي احمد زياته کړه زه د يو افغان په صفت په قومونو غږ کوم چې دا ولس د بل جنګ توان نه لري، راځئ په ګډه لاسونه ورکړو، د دښمن له ظلمونو يې وژغورو او د آبادى لپاره يې کار وکړو.

له دې وروسته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني وويل: زموږ ځوانانو ځانونه په دې خاطر د هيواد آزادۍ لپاره قربان کړل، چې آينده نسلونه ازاد او سوله ييز ژوند وکړي. حقاني زياته کړه دا يو وياړ دی، چې موږ د خپلو وينو په قيمت د اشغال لمن ورټوله کړه، د ښمنان دې له دي کاره عبرت واخلي او ولسونه دې خپل اتفاق لا غښتلی کړي. د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر وويل: تېرو حکومتونه په ټولنه کې ناسم رواجونه پريېښي ديني عالمان او قومي مشران دې يې په لمنځه وړلو کې له مونږ سره مرسته وکړئ ترڅو يوه پاکه او په اسلامي اصولو برابره ټولنه ولرو.

قو مي مشرانو وويل: د ا.ا سره مو يوځای د جهاد او قربانيو په برکت دا وطن ازاد کړ، شريعت حاکم شو او زموږ ګډ هدف همدا وو. هغوی زياته کړه اوس دې اسلامي امارت لکه څرنګه چې هڅې کوي د ولسونو زړونه لا نور هم خپل کړي، شپه ورځ دې کار وکړي او د خلکو ستونزې دې يوه په بلې پسې هواره کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu