په بلخ او بادغيس ولايتونو کې جلا جلا شخړې هوارې شوې.

khoram_admin
Tue, Sep 10 2024 11:51 AM
شخړې

سه شنبه ۷/۳/۱۴۴۶

د بلخ ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د دوو وروڼو تر منځ د ځمکې پر ملکيت اووه (۷) کلنه اوږده شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په مشرۍ، د دغه ولسوالۍ د شخړو حل کمېسیون، قومي مشرانو، علماوو او متنفذينو په دوامداره هلو ځلو حل شوه دوه وروڼه بیرته سره پخلا شول.

هغه جرګه چې په همدې موخه جوړه شوې وه مصلحينو لومړی له دواړو لوريو سره جلا جلا ناستې وکړې، اختيار ليکونه یې ترې واخيستل او دواړه طرفونه يې بښنې او يو بل منلو ته راوبلل. په همدې ترتيب ښکېلو غاړو يو بل ته غاړې ورکړې په تيره دوښمنۍ يې پښېمانتیا وښوده او يو ځل يې بیا د ورورۍ ژوند پيل کړ.

همدا راز د بادغيس ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه شخړه له منځه لاړه چې یو کس پکې وژل شوی او يو بل پکې ټپي شوی و. دغه جنجال د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومون او قبايلو چارو رئيس محمد قاسم ضمير په مشرۍ د  ا.ا.ا د ځينو نورو مسؤلينو، ځايي اوسيدونکو او مخورو په همکارۍ حل او فصل شو.

د مرګ ژوبلې دغې شخړې د دواړو قومونو تر منځ لوی اختلافات را پیدا کړي وو چې وخت په وخت يې لا ډير زور اخيسته او ښکېلو لوریو به يو بل ته ګواښونه کول خو له نيکه مرغه چې د یاد وزارت د ولايتي مسؤلینو په همغږۍ دغه ستونزه حل او دواړو لوریو سولې ته غاړه کېښوده

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu