د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ له سیلاب ځپلو کورنیو څخه لیدنه!

khoram2_admin
Thu, Aug 29 2024 11:28 AM
سېلاب ځپلو سره لېدنه

پنج شنبه ۲۴/۲/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري غور ولایت ته د خپل سفر پرمهال د وروستیو سیلابونو له وجهې د یاد ولایت د مرغاب ولسوالۍ له بې کوره شویو کورنیو څخه لیدنه وکړه. دغه بې ځایه شوي چې شمېر یې ۵۰۰ کورنو ته رسېږي د اخیري اورښتونو په نتیجه کې راوتلو سېلونو یې کورونه ویجاړ کړي او د ښار په یوه مؤقتي کمپ کې استوګن دي.

دوی له ښاغلي نوري څخه د دغې لیدنې په ترڅ کې وغوښتل چې له دوی سره دي د استوګنځایونو ترڅنګ هر اړخیزه همکاري وشي، ځکه چې سیلابونو یې هرڅه ورڅخه وړي دي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ښاغلي نوري د دغې کتنې پرمهال ټولو بې کوره شویو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مسؤلین تاسې هیڅکله نه هېروي او د دایمي سرپناوو جوړولو په برخه کې به جدي اقدامات ترسره کړي. نوموړي د دوی ستونزي اړینې وبللې زیاته یې کړه چې ټول مشکلات به یې تر ریاست الوزراء او اړوندو ادارو رسوي او د هر اړخیزو مرستو د جلب په برخه کې به کوټلي ګامونه اخلي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند هم دغې سیمې ته سفر کړی و، چې په ترڅ کې یې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د (۲۰۰) کورونو جوړولو کارونه پیل کړي وو، چې د جوړولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu