په بادغیس ولایت کې ۶ کاله وړاندې پېښه شوې شخړه حل شوه

khoram2_admin
Wed, Jul 31 2024 12:23 PM
شخړه

د بادغیس ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو او د شخړو د حل کمیسیون په هلوځلو یوه شخړه چې شپږ کاله وړاندې پېښه شوې وه او له کبله یې یادې کورنۍ له خورا زیاتو ستونزو سره مخ وې، حل شوه. په دغه شخړه کې ښکېلي دوه کورنۍ چې یو له بل سره یې د خپلوۍ او دوستي روابط لرل، خو د یوې کورنۍ موضوع پر سر یې شپږ کاله مخکې ترمنځ ژور اختلافات رامنځته شوي وو، چې له وجې یې د دواړو کورنیو ترمنځ اړیکې خړې شوې وې. د دغې شخړې د حل په مراسمو کې جرګه کوونکو په یوه لوري ۵ لکه افغانۍ د جریمې په توګه کېښودې او د دوی ترمنځ یې روغه جوړه وکړه. له دغې پرېکړې څخه دواړو لوریو د خوښي په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې نور به یو له بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu