د جوزجان په قوشتېپې ولسوالۍ کې د پېښې شخړې حل!

khoram_admin
Tue, Jul 30 2024 1:51 PM
شخړه

دوشنبه-۲۳/۱/۱۴۴۶

د جوزجان ولایت قوشتېپې ولسوالۍ په بیک سر کلي کې د پښتنو او ازبکو د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همغږۍ حل شوه. 

دغه شخړه د طرفینو تر منځ د کرنیزو ځمکو او خپلمنځي اختلافاتو له وجهې رامنځته شوې وه، چې له مودو راهیسې یې د دواړو کورنیو ترمنځ ژور اختلافات رامنځته کړي وو، چې د سیمه ییزو قومي مخورو او د یاد ریاست د رئیس په منځګړیتوب سولې ته راضي شول او د ورورګلوۍ په فضاء کې ژوند تېرول یې غوره کړل. 

هېره دي نه وي، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د قومي مشرانو، د شخړو د حل کمیسیونونو او ولایتي مسؤلینو په همکاري د هیواد په ټولو ولایتونو کې سلګونه لويې او وړې شخړې حل کړې او د هیوادوالو ترمنځ د اتحاد او انسجام په برخه کې کوټلي ګامونه اخلي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu