((د دې خاورې حدود، فرضي کرښه او سرحدونه خوندي دي او ساتنه یې زموږ مسؤلیت دی))

khoram2_admin
Wed, Jul 24 2024 5:57 PM
د ثبات غونډه

چهار شنبه-۱۸/۱/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملانورالله نوري څمکنیو ولسوالي کې د یوې سترې غونډې پر مهال د هیواد حدود، فرضي کرښه او رسمي سرحدونه د یوې کلا د دیوالونو په شان وبلل او د دغې کلا خوندیتوب، ساتنه او څارنه یې خپل مسؤلیت یاد کړ. د اسلامي نظام د ثبات ولسي یووالي او انسجام تر سرلیک لاندې جوړه شوې دغه غونډه، چې د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالي کې د ګڼو نورو ولسي وګړو په ګډون د یاد ولایت له قومي مخورو، دیني عالمانو او مسؤلینو سره جوړه شوې وه، پر مهال یې قومي مشرانو خپلې ستونزې شریکې کړې او د اسلامي نظام د استحکام په برخه کې یې خپل ملاتړ څرګند کړ. دوی د وزارت له لوري د ولسي شخړو په هواري خوښي وښوده او دې برخه کې یې د لا ګړندیو هڅو غوښتنه وکړه. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي نوري خپلې وینا پر مهال وویل چې د تاریخ په اوږدو کې دا خاوره خپلو ولسونو ساتلې ده او هیڅ زبرځواک ته یې اشغال سر نه دی خم کړی. نوموړي همدا راز زیاته کړه: د اسلامي امارت له لوري دا ډول غونډې جوړول د انتخاباتو او یا کوم بل هدف لپاره نه، بلکې د خلکو د ستونزو د تشخیص او هواري په موخه جوړېږي. د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د افغانستان سرتاسري امن بې ساری وباله او اوسنۍ ټولې لاسته راوړنې یې د ولسي مبارزې ثمره یاده کړه. نوموړي د افغانانو له مېړانې په ستایلو سره وویل؛ ترڅو چې دا ولس په دې خاوره استوګن وي دلته به اسلامي نظام حاکم وي، ځکه افغانان له نیکه ګانو څخه په اسلامي روحیه روزل شوي او د دې فکر کلک ساتونکي دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu