په بادغیس ولایت کې ۲۰ کلنه شخړه هواره شوه

khoram_admin
Mon, Apr 22 2024 8:47 AM
شخړه

د بادغیس ولایت آبکمري ولسوالۍ د آب باریک سیمې د قدي قومونو ترمنځ شاوخوا ۲۰ کاله مخکې پېښه شوې شخړه، چې له کبله یې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، تېره ورځ د یاد ولایت د مقام په هدایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي سپین ږیرو او دیني عالمانو په منځګړیتوب حل او په دوستي بدله شوه. 

د شخړې د حل پر مهال په بدي کې ښکېلو اړخونو د مرکې غړو او مسؤلینو ته اختیار ورکړ، چې ټاکل شویو مرکچیانو له پوره څېړنې وروسته د دوی په اړه د سولې او خیر پرېکړه وکړه او نیول شوې پرېکړه یې ټولو ګډونوالو ته واوروله. په بدي کې ښکېلو لوریو د بدي پر حل خوښي څرګنده کړه، له ټاکل شوي پلاوي او جرګه کوونکو څخه یې مننه وکړه.   

هېره دي نه وي، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هیواد په ټولو ولایتونو کې د قومي سپین ږیرو او دیني عالمانو په مرسته د افغاني دودیزو جرګو او مرکو له لارې سلګونه لویې او وړې شخړې حل کړې او په دې برخه کې لا هم کوټلي ګامونه اخلي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu