د وزارت اړوند څلورو تعلیمي مرکزونو ښوونکو او زدکوونکو ته يو ورځنی اصلاحي او تربیوي سيمنار جوړ شو

khoram_admin
Sat, Mar 09 2024 2:11 PM
خبر

٢٨/٨/١٤٤٥ ھ ق

په دې سمینار کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست الحاج ملا نور الله نوري، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد، مسلکي معین مولوي احمد طه قادري، د وزارت رئیسانو، د تعلیمي مراکزو ښوونکو زدکوونکو ګډون کړی وو.

په پيل کې مسلکي معين  ښاغلي احمد طه قادري د علم پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د علم په سبب د حق او باطل تر منځ فرق کیږي، ټول مسؤلیت لرو چې د آئنده لپاره خپلو اولادونو ته علم وښیو او سالمه روزنه یې ورکړو.

ورپسي د جرگو معين ښاغلي مولوي محمد علي جان احمد یادونه وکړه چې د انسان د پیدايښت څخه د الله ج مقصد په ځمکه کې دی خپل خلیفه ګرځول دي، انسان بايد ځانته بې ارزښت فکر او ناقدري ونه کړي، تر څو دا عظیم مقصد تر سره شي.

همدا راز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست الحاج ملا نور الله نوري ښوونکو ته په خطاب کې وويل: تاسي علمی شخصیتونه او د نظام سرمایه یاست، د هېواد د بچيانو ښوونه او روزنه ستاسو په لاس کې ده، په دې برخه کې موږ ټول مسوليت لرو، چې خپل بچيان دديني اصولو او اساساتو سره سم په زدکړو سمبال کړو.

په پاي کې د وزارت د دعوت ارشاد رئيس ښاغلي مفتي شفيع الله ثاقب دياد سیمینار پر اهمیت او ارزښت خبري وکړي وويل چې دا ډول ناستې زموږ علمي کچه لوړوي وي او په پوهه کې مو زياتوالی راولي، نوموړي دغه راز له راغلیو مېلمنو څخه مننه وکړه او سمینار په دعا پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu