په هرات ولایت کې د همغږۍ غونډه تر سره شوه

khoram_admin
Wed, Feb 28 2024 9:03 AM
خبر

١٧/٨/١٤٤٥ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هرات ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبد الخالق عابد اخند، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، قومي مشرانو، دیني علماوو، ځایي مسؤلینو او عامو ولسونو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د یاد وزارت هڅې وستایلې او د حاکم نظام څخه یې خوښي څرګنده کړه، قومي مشرانو له مسؤلینو څخه د ځیني ځایي ستونزو د حل غوښتنه وکړه.


د جرګو او قبایلو چارو دهمغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د خبرو پر مهال وویل چې اسلامي امارت په کمه موده کې ډېري لاسته راوړنې حاصلي کړي، او په داخلي عوائدو یې ډیر کارونه کړي، ښاغلي حقاني ولسونو ته ډاډ ورکړ چې مسؤلین به ستاسې هره ستونزه حل کوي.


په پای کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد صاحب وویل چې زموږ بریا او کامیابي په یووالي کې ده، که مونږ یو موټی شو نو دا نظام به بقا مومي او پرمختګ به کوي، ښاغلي عابد د یاد ولایت خلکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ، او د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu