په ارزګان ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه

khoram_admin
Thu, Feb 22 2024 9:13 AM
خبر

١١/٨/١٤٤٥ ھ ق 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ارزګان ولایت کې د همغږۍ تر سرلیک لاندې ستره غونډه جوړه کړه چې پر مهال یې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د پلان او پالیسي رئیس مولوي نیک محمد افغاني، ځايي مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.

 په غونډه کې قومي مشرانو د اسلامي نظام څخه خوښي څرګنده کړه او د یاد وزارت د مسؤلینو هلې ځلې یې وستایلې. دوی زیاته کړه چې دغه وزارت له قومونو سره د یووالي په پار ناستې کوي، د قومونو تر منځ شخړې حل کوي او د همغږي رامنځته کولو په موخه چټک ګامونه اخلي. 
قومي مشرانو په یاد ولایت کې د برېښنا نه شتون، د سړکونو، پلچکونو او بندونو رغول خپلې ستونزې یادې کړې او له حکومت څخه یې د حل غوښتنه وکړه.

 په پای کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني وویل چې الحمد لله په هیواد کې اسلامي نظام قائم دی، خو پالل او ساتل د ټول افغان ملت وجیبه ده. ښاغلي حقاني د اختلافاتو بدو پایلو ته اشاره وکړه ویې ویل: د اختلاف له امله د سمرقند او بخارا په شان علمي مرکزونه هم له خاورو سره خاورې شول. نوموړي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې د حل لارې چارې لټوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu