د ده سبز ولسوالي له ولسي استازو او عالمانو سره ناسته

khoram_admin
Tue, Jan 23 2024 2:22 PM
خبر

۱۱/۷/۱۴۴۵

د پلازمېنې کابل له ده سبز ولسوالۍ څخه راغلیو دینې عالمانو او ولسي استازو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له سرپرست وزیر الحاج ملانورالله نوري سره د وزارت مقام په کاري دفتر کې وکتل. 

د لیدنې پر مهال د راغلیو ولسي استازو او علماوو په مشري څو تنو خبرې وکړې، د یادې ولسوالۍ جهاد او مبارزه یې بې سارې وبلله خو یاده سیمه یې له ډېرو سهولتونو بې برخې یاده کړه. دوی وویل: د سیمې وګړي مو اوس هم له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او حکومت دي له دغې سیمې ته په سرک جوړونه، کلنیک او نورو پراختیايي برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي. 

د وزارت سرپرست ښاغلي نوري د میلمنو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: دا د الله تعالی (ج) له لوري پر موږ لوی احسان دی چې اسلامي حکومت او یو جهادي ولس یې را په برخه کړی. نوموړي وویل: دا ولس پر موږ حق لري چې شپه او ورځ یې خدمت وکړو ځکه دا خلک له موږ سره شل کاله په وینو کې لمبېدلي دي او اوس ورته اسانتیاوې رامنځ ته کول زموږ زمه واري ده. هغه راغلیو میلمنو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې تر اړوندو وزارتونو رسوي او د حل لارې به ورته لټوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu