د فرمانونو د تعقیب او څار ادارې له مسؤلینو سره ناسته وشوه

org_admin
Tue, Jan 09 2024 10:14 AM
خبر

۲۶/۶/۱۴۴۵
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مسؤلینو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ له مرستیال الحاج ملا عبدالخالق عابد او د وزارت له نورو مسؤلینو سره د وزارت په مَقر کې وکتل. 

په یاده ناسته کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب لوی ریاست استازي عبدالحسیب غیاثي دغه وزارت د خپل ورتګ موخه څرګنده کړه ویې ویل چې نوموړي پلاوي ته د امیرالمؤمنین او د رئیس الوزارء د احکامو او فرامینو د تعقیب، د اداراتو نظارت او د ملکي مراجعینو د شکایاتو د پلټنې کولو په موخه دنده سپارل شوې چې له اداراتو سره وخت پر وخت لیدنه وکړو او له چارو څخه یې ډاډ ترلاسه کړي. 

ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین حاجي عابد اخند راغلیو میلمنو ته د هرکلي په ویلو سره زیاته کړه: د ۲۰ کلونو تکالیف او زیار یوازې د دې لپاره و چې دا هیواد د اسلامي نظام تر بشپړ حاکمیت لاندې راشي او اسلامي احکام پلي شي. نوموړي راغلي پلاوي ته د وزارت له چارو څخه اطیمنان ورکړ او ویې ویل چې له یادې ادارې سره به په خپله برخه کې پوره همکاري کوي او چاري به د اسلامي اصولو په رڼا کې مخ ته وړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu