د سرحدي تخطیو د کشف او تنظیم نوي رئیس په دنده پیل وکړ

org_admin
Tue, Nov 14 2023 10:30 AM
خبر

۲۹/۴/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د بررسي معینیت اړوند د سرحدي تخطیو د کشف او تنظیم نوي ټاکل شوي رئیس مولوي حضرت محمد وحدت خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.  په دغه مراسمو کې د یاد وزارت د دفتر رئیس مولوي نیاز محمد تقي، د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي، د سرحدي څېړنو رئیس مولوي غلام صدیق سباوون او نورو کارکوونکو حضور درلود. 

په پیل کې د دفتر رئیس ښاغلي تقي تغیر او تبدیل د اداراتو یو اصل یاد کړ، د پخواني رئیس له ستړیاوو او کارونو څخه یې مننه وکړه او نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه. نوموړي همدارنګه وویل چې دنده د پیسو لاسته راړولو ذریعه نه بلکې د الله تعالی ج او ټول افغان ملت پر وړاندې یو لوی مسؤلیت دی. 

ورپسې د بشري زیرمو رئیس ښاغلي تیلوي د نوي ټاکل شوي رئیس په اړه د رئیس الوزراء حکم په لوړ غږ ګډونوالو ته واوراوه او ښاغلي وحدت ته یې په ورسپارل شوي مسؤلیت کې د توفیق غوښتنه وکړه. 

په پای کې نوي ټاکل شوي رئیس ښاغلي وحدت په خپلو خبرو کې وویل: زموږ قربانۍ د دې هیواد د خپلواکي، له خپلو خلکو څخه دفاع او د اسلامي نظام قائمول و چې الحمدلله خدای ج مو همدا موخه پوره کړه. هغه له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې نوموړي ته یې د خدمت فرصت ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu