په ننګرهار ولایت کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

org_admin
Thu, Nov 02 2023 10:59 AM
خبر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ د معین الحاج ملا عبدالخالق عابد په مشرۍ د یوه لوړ رتبه پلاوي لخوا په ننګرهار ولایت کې له سلګونو دیني عالمانوو قومي مخور او عامو خلکو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه، په یاده غونډه کې ددې ولایت والي حاجي ګل محمد او نورو مسؤلینو هم ګډون درلود.

په سر کې څو تنو دیني عالمانو او قومي مخورو د ا.ا.ا په ملاتړ خبرې وکړې او زیاته یې کړه: موږ ددې نظام بدیل نه لرو، نور په دې هېواد کې اسلامي نظام، ارامي یووالی او اتفاق غواړو، دا ددې ولس فریضه ده چې پر دې متحد او اسلامي نظام منګولې کلکې کړي.

ورپسې د وزارت د جرګو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني وویل: شیخ حضرت ولي حقاني: دا د مسلمانانو وجیبه ده چې د خپل هېواد سرحدونه وساتي او د خپل ملک دفاع وکړي، نوموړي زیاته کړه د خپل هېواد دفاع په خپلمنځي اتفاق او اتحاد کېږي چې تر بل هر وخت اوس زمینه ورته برابره ده.

په اخیر کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد په خپله وینا کې وویل: شل کاله دا هېواد د داسې چا په لاس کې و چې د خپلو ګټو لپاره یې افغانان هرې کندې ته غورزول، خو نن افغانانو ته الله ج داسې نظام ورکړی دی چې د هر چا هر څه محفوظ دي، نوموړي په افغانستان کې د نړۍ د زبرځواکونو ماتېدل د افغانانو مېړانه یاده کړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu