له چین هیواد سره د ورېښمو د تاریخي لارې د بیا پرانیستلو په اړه پرمختګونه

org_admin
Thu, Nov 02 2023 10:28 AM
خبر

۱۴۴۵/۴/۱

د هریرود ساختماني شرکت مسؤلینو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري سره د هغه په کاري دفتر کې ناسته وکړه. 

د ناستې په ترڅ کې د یاد شرکت مسؤلینو د چین او افغانستان تر منځ د واخان په سیمه کې د دواړو هیوادونو د ګډې ترانزیټې لارې د څرنګوالي او د دواړو هیوادونو د توافق په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه او په یاده سیمه کې ساختماني چارو ته یې د چمتوالي ډاډ څرګند کړ.  

ښاغلي نوري د بدخشان ولایت د واخان او پامیر په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د واخان ترانزیټي لاره چې، ۲۱۰۰ کاله تاریخي قدامت لري او له شپږو لسیزو را په دې خوا ترې ګټه نه ده اخیستل شوې، د افغانستان لپاره یوه حیاتي لاره ده او په اقتصادي برخه کې د هیواد په پښو درولو لپاره خورا زیات ارزښت لري. نوموړي همدا راز وویل: چین په سیمه کې یو اقتصادي هیواد دی که چیرته د ورېښمو لاره ورغول شي زموږ پر اقتصاد مثبت تأثیر غورځوي.

هغه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې موږ له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې لرو او د لارې رغولو په برخه کې هیله بخښونکي پرمختګونه شوي دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu