«موږ بايد تر شخصي ګټو د هېواد ملي او اسلامي ګټو ته لومړيتوب ورکړو» (د جرګو رئيس ښاغلی حقاني)

mobta_admin
Sat, Sep 23 2023 9:22 PM
mobta

شنبه۸ د ربیع الاول۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د تخار ولايت مرکز تالقانو کې د قومونو ترمنځ د يووالي غونډه جوړه شوه . په ياده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معين ښاغلي ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي او د دغه ولايت مرستیال والي ښاغلي خال محمد حقاني سربېره یو شمیر ځايې چارواکو، سلګونه ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. په پیل کې د تخار مرستيال والي خال محمد حقاني پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د تخار د ولسونو ترمنځ د یووالي ډاډ يې ورکړ زياته يې کړه چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو مشترک کور دی، د کور د غړیو په څير پکې د هر چا کار او مسؤليت معلوم دی. يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو د افغان ولس د اسلامي جذبې او همت په اړه خبرې وکړې ويې ويل دغه نومیالي ولس ټولو يرغلګرو ته داسې درس ورکړی چې د امريکايانو اشغال به ان شاء الله د نړۍ د زبرځواکونو وروستی تېری او تيروتنه وي. هغوي دغه راز د څښاک د پاکو اوبو، لارو د جوړولو، ښوونځيو، کوچيانو ته د مالدارۍ، اسکانو جوړولو خدماتو او روغتونونو په اړه يو لړ ستونزې شريکې او د کوکچې پر سیند يې د اوبو بند د تړلو غوښتنه وکړه. ورپسي د جرګو رئيس ښاغلي شيخ حضرت ولي حقاني د خپلو خبرو په اوږدو کې وويل موږ بايد تر شخصي ګټو د هېواد ملي او اسلامي ګټو ته لومړيتوب ورکړو، که مو هېواد پر پښو ودریدو، نو ټولې ستونزې به حل شي او په هره برخه کې به بریالې وو. وروسته د جرگو معين الحاج ملا عبدالخالق عابد د الهي نصرت په اړه هر اړ خيزې خبرې وکړې ويې ويل چا چې د الله د دين نصرت وکړ، الله تعالی وعده کړې چې د هغو به نصرت او مرسته کوي. نوموړي زياته کړه چې د اسلامي نظام ټول مسؤلين د همدې ولس بچيان دي جهاد مو په ګډه کړی او اوس به د نظام د بقا او هېواد جوړولو لپاره هم په ګډه کار کوو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu