«په اسلامي نظامونو کې اميران د خپل ولس خادمان وي» ( قومي مشر)

mobta-af
Thu, Sep 21 2023 8:47 AM
Mobta

پنجشنه٦ربيع الاول١٤٤٥

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولايتونو ته د سفر په ترڅ کې نن په بدخشان ولايت کې له سلګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو سره د همغږۍ تر عنوان لاندې په يوه لويه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

غونډې ته راغلو یو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا د حاکمېدو لپاره د افغانانو قربانيو ته په اشارې سره وويل: د افغانستان خلکو څلور لسيزې د يوه سوچه اسلامي نظام د قائمېدو لپاره قربانۍ ورکړې او زموږ دوو نسلونو د داسې يو ارمان لپاره مبارزه وکړه چې هغه نه بدلېدونکي ارزښتونه وو چې الحمدالله د ا.ا.ا له بريا وروسته موږ خپلواکي، امنيت او اسلامي نظام ترلاسه کړی او خپلو ارمانونو ته رسېدلي يو، دغه راز غونډې ته راغلو ديني عالمانو او قومي مشرانو د سړکونو د رغولو، روغتيا او تعليم او تربيې په برخو کې خپلې یو لړ ستونزې شریکې کړې.

ورپسې د جرګو رئیس الحاج حضرت ولي حقاني د نظام د ساتنې او تداوم په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د تېر انقلاب شهيدانو خپل مسؤوليت ادا کړی، د خپلو وينو او سرونو په نذرانه کولو سره يې خپلواکي او اسلامي نظام ګټلی، اوس مسؤوليت د ژوندي پاتې مشرانو، عالمانو او قومي مشرانو دی چې د همدې نظام د ساتنې او تداوم لپاره خپلو مسؤليتونو ته متوجه شي.

همداراز د وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين ښاغلي الحاج ملا عبدالخالق عابد وويل چې د تير نظام ډيموکراسۍ، د بيان ازادي، د ښځو حقوق او داسې نور هغه غولوونکي شعارونه وو چې شل کال يې زموږ خلک ورباندې وغولول.

ښاغلي عابد زياته کړه چې د ا.ا.ا لومړيتوب د شعار او غولونې پر ځای کار او عمل دی. په هېواد کې موجوده اسلامي نظام د خلکو په مرسته او خوښه پر هېواد حاکم شوی، د خلکو حقوق پکي مشخص او خوندي دي، عدالت تأمين او شريعت پکي پلی دی، د مخدره موادو پر کښت او تجارت بنديز، د اقتصادي او پرمختيايي پروژو پيلول يې د دې دعوې ثبوت دی.

د يادې غونډې په پاي کې د بدخشان ولايت والي راغلي پلاوي ته د ځايي مشرانو په لاسونو دوديزې چپني پر اوږو ور واچولى او د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په پام کې نيول شوې  ډالۍ يې په راغلو ميلمنو وويشلې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu