د بغلان ولایت له خلکو سره کتنه.

mobta-af
Wed, Sep 20 2023 3:04 PM
Mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د بغلان ولایت د مرکز او ولسوالیو له علماء او قومي مخورو سره په داسې حال کې وکتل چې د یاد ولایت والي الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني هم حضور درلود.

په یاده ناسته کې ښاغلي نوري شمالي ولایتونو ته سفر له قومونو سره د همغږۍ غونډې کول، د هغوی ستونزې اورېدل او د بندرونو څارنه یاده کړه.

Mobta

همداراز یې زیاته کړه چې دا زموږ دنده ده چې په ولایتونو کې له قومي سپین ږیرو، علماء او عامو خلکو سره وګورو او د دوی ستونزې واورو، نوموړي د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل: په افغانستان کې جهادونه همدې قومونو او ملتونو کړي دي، دوی و چې څلویښت کاله یې له خپلو مقدساتو، عنعناتو او اسلامي شعائرو دفاع وکړه. هغه د مسؤلیت په اړه زیاته کړه هر څوک دې خپل مسؤلیت ته متوجه شي مسؤلیت یو دروند بار دی هر څوک یې باید په ښه ډول سر ته ورسوي.

وروسته علماء او قومي مخورو په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا په راتګ سره د امنیت، اتحاد، یووالي او بیا رغونې په برخه کې له اقتصادي هڅو خوښي وښوده او له ا.ا.ا سره یې په هره برخه کې د همکاري ډاډ څرګند کړ، همداراز یې خپلې غوښتنې او ستونزې شریکې کړې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چار وزارت د سرپرست لخوا د هر اړخیزې همکاري او تر لوړو مقاماتو د رسولو ډاډ یې ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu