«د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت د خلکو ترمنځ د یووالي رښتینې هڅې او د ستونزو د حل په موخه هلې ځلې او په صداقت کار کوي.» د فاریاب ولایت قومي مشر

mobta_admin
Thu, Sep 14 2023 9:28 PM
Mobta

پنجشنبه٢٨صفرالمظـفر١٤٤٥

د فاریاب ولایت مرکز میمنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملانورالله نوري،د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلی ملا عبدالخالق عابد، ورسره مل پلاوي ، ځایي چارواکو او د فاریاب ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د سلګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د (یووالي ، همغږۍ او ستونزو د اورېدو) غونډه

Mobta

جوړه شوه. د غونډې په پیل کې یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل د اسلامي امارت تر بریا وروسته هېواد او ولس له ډاډمن امنیت څخه برخمن دی چې د شکر د ادا کولو ځای دی دوی د خپلو خبرو په دوام فاریاب ولایت د فرهنګ او تمدن له مخې یو غني ولایت یاد کړ او د ولس ترمنځ یې په یووالي ټینګار وکړ زیاته یې کړه چې د فاریاب ولایت خلک سره یو ځای او متحد دي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د میشت ولس ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن ووهي. یادو قومې مشرانو دغه راز په اساسي توګه د فاریاب او هرات ولايتونو ترمنځ د لویې لارې د رغولو، د وچکالۍ د مهارولو لپاره یې د اوبو بندونو د تړلو، کرنې او مالدارۍ ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د اړتیاوو په پوره کولو ټینګار وکړ. ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا نورالله نوري د قومونو ترمنځ پر یووالي او په هېواد کې د اقتصادي پروژو د پلې کولو پر ارزښت خبرې وکړې ویې ویل دلته یو نظام، یو ملت او یو ملي وحدت دی او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د هر چا حقوق مشخص او خوندي دي هغه زیاته کړه که چیرته د هېواد ټول قومونه همداسې متحد و اوسوي خپلمنځي اختلافات شاته پریږدي نو هېله شته چې ډير ژر به د افغانستان د هرې سیمې ستونزې به یو په بل پسې حل شي، په دې برخه کې یې د لویو او سترو پروژو د تطبیق په لړ کې د سالنګ لويې لارې د رغولو، مختلفو ولايتونو پر لويو لارو په خورا چټکۍ د کارونو پيل د قوشتيپې د کانال، د قشقرې نفتو استخراج او د ۶.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت د اوو سترو تړونونو د لاسليک کولو یادونه وکړه ویې ویل چې په راتلونکې کې به افغانستان په اقتصادي لحاظ پر خپلو پښو دريږي. او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت ټولو مشرانو د افغانستان د بیارغاونې او اقتصادي ځان بسياينې جهاد ته مټي را بډ وهلي او د ولس خدمت خپله فریضه ګڼي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu