د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالي و موریچاق سرحدي سیمې ته د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو د سرپرست وزیر الحاج ملانور الله نوري سفر 

mobta-af
Thu, Sep 14 2023 8:13 AM
Mobta

د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالي خلکو په موریچاق سیمه کې له ترکمنستان هېواد سره د یوې نوې ترانزیټي لارې د پرانیستلو غوښتنه درلوده او په دې اړه پیشنهاد يې د ا.ا.ا د مشرتابه تر مقام پورې رسولی وو.

امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري ته دنده وسپارله چې یاد ولایت ته سفر وکړي تر څو له نژدې څخه د يادې ساحې هیئتي، بررسي او لیدنه تر سره کړي او د لارې د پرانیستلو په اړه د خلکو غوښتنې او نظرونه واوري.

د اميرالمؤمنين حفظه الله له هدایت سره سم ښاغلي الحاج ملا نورالله نوري د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالۍ  ته سفر وکړ او په یاده سیمه کې یې له سرحدي صفري نقاطو، د مواصلاتي لارې  په پام کې نيولو سره څېړنه او کتنه تر سره کړه چې پر مهال يې ددې ولایت والي ملا عبدالصمد جاوید، امنیه قومندان مولوي عبدالستار صابر، د لواء قمندان فضل الحق سیف الحق، د استخباراتو، زراعت، اقتصاد، د سرحدونو، ق.ق چارو ریاستونو رئیسانو، نورو مسؤلینو او عامو خلکو حضور درلود.

Mobta

په یاده لیدنه کې مسؤلینو او خلکو وویل چې ددې لارې په منظورېدو او پرانیستلو سره به ددې ولایت اقتصاد پیاوړی شي محلي او اطرافي خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او ددې تر څنګ به د ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د بادغیس ولایت پر اقتصاد مثبت اغیز وکړي.

 همدا راز ددې سفر په ترڅ کې ښاغلي نوري د بالا مرغاب ولسوالي د موریچاق سیمې له ترکمن ټبر او نورو قومونو سره یوه لویه غونډه تر سره کړه،

په غونډه کې لومړی د یادې ولسوالي ترکمن ټبر او د نورو قومونو مخورو په خپلو خبرو کې وویل چې په تېر شل کلن انقلاب کې دوی له ا.ا.ا سره اوږه په اوږه ولاړ و او ډېري قربانۍ یې ورکړې دي، دوی په خپل ولایت کې د سړک رغونې، برق او په دې ولایت کې له ترکمنستان هېواد سره د یوې دروازې د جوړېدو یادونه وکړه.

وروسته د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري وویل: د بادغیس ولس ډېري قربانۍ ورکړې دي، ددې مستحق دي چې په هره برخه کې خدمت ورته وشي، ښاغلي نوري د ولسونو غوښتنې، ستونزې اورېدل او تر لوړو مقاماتو رسول خپله دنده وبلله او د غونډې خلکو ته یې په دې اړې ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu