تاسې ځوانان به د دیني او عصري علومو په وسیله د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار کوئ او د اسلامي نړۍ لپاره به یو الګوو اوسئ

mobta-af
Mon, Sep 11 2023 8:51 AM
Mobta

یونۍ(يکشنبه)٢٤ صفر المظفر۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت د مشرتابه مقام د پرېکړې پراساس د وزارت  اړوند تعلیمي مرکزونو کې د شرعي افکارو د تبادلې او عقیدوي اصلاح د رامنځته کولو په موخه د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي شفیع الله ثاقب په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې د بایزید روښان انستیتیوت له استادانو، محصلینو او اداري پرسونل سره غونډه ترسره کړه.

چې د قاري صاحب سعید له خوا د عظیم الشان قران د څو مبارکوایتونو په تلاوت پیل شوه.

Mobta

ورپسې د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلي مولوي عبدالرحمان رحماني د د یني او عصري علم پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلامې امارت مشران او امرا له تاسې غواړي چې د وخت د نه ضایع کېدو خیال به ساتئ او د ټولنې د نظم، صنعتي کېدو او پیاوړي اقتصاد په پار به خپل صورت او سېرت له اسلامې شریعت او نبوي سیرت سره برابره کړئ ترڅومو په خپله ټولنه کې د یومثبت بدلون او ښه پرمختګ  شاهدان واوسئ.

دغه راز د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي شفیع الله ثاقب د وینا په ترڅ کې و ویل: دا د الله جل جلاله احسان دی چې موږ یې په اسلامې جامعه کې پیدا کړي  یواو په نبوي سیرت او صورت یې پوښلې يو  نوموړي زیاته کړه چې د هر انسان د تعلیم او تحصل پیل له اسلامي او شرعي کتابونو څخه وي ترڅو د خپل ځان، خداي او اسلامي ټولنې په اړه پوهاوي تر لاسه کړو او له شرعي اصولو سره سم پرته له کوم خنډ او ځنډ څخه خپل ولس ته د خدمت جوګه شو.

ښاغلي ثاقب له یادو محصلینو وغوښتل چې له مغلوبه کفري رفتار او کرکټر څخه دې ځان وساتي او اسلامي اصول دې د ځان لپاره الګو وګرځوي چې په خپل ورځنې ژوند کې د مثبتو پایلو شاهدان واوسي.

په پای کې د تحقیق او مطالعاتو ريئس ښاغلي هدایت الله حقاني د یاد انستیتیوت له محصلینو وغوښتل چې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او نظم ته پوره پاملرنه وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu