په میدان وردګو ولایت کې د لويې لارې پر څنډه ستر مسجد افتتاح شو

mobta-af
Mon, Aug 07 2023 8:38 AM
Mobta

۱۷/۱/۱۴۴۵

د کابل- کندهار لویې لارې په اوږدو کې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند ده خوجه په سیمه کې د یوه مسجد پرانیسته وشوه.

د یادو مراسمو پر مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د یاد وزارت د جرګو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د میدان وردګو مرستیال والي، امنیه قومندان او د سیمې خلګو حضور درلود.

دغه مسجد چې د یوه ملي تجار په مالي لګښت جوړ شوی  د لویې لارې مسافرو ته د اوداسه د اوبو د سهولت، دښځينه لمونځ کونکو ځانګړې برخې درلودلو تر څنګ په يو لړ  نورو اسانتياو مشتمل مسجد چې په خورا ښکلي توګه او په لوړ معيار ودان شوی پر يوه وخت تر ۸۰۰ پورې لمونځ کونکو ظرفيت لري.

د یاد مسجد د افتتاح پر مهال ښاغلي نوري وویل: دا د افغانانو د اسلامپالنې یو لوی ثبوت دی چې د اسلامي مقدساتو د رغونې په برخه کې خپل مال مصروفوي. نوموړي د هیواد له ټولو ملي تجارانو څخه غوښتنه وکړه چې د هیواد پراختیا او رغونې په برخه کې دي کار وکړي او خپله پانګه دي د خپلو خلکو د هوساینې په برخه وکاروي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu