په جوزجان ولایت کې قومي شخړه حل او په دوستي بدله شوه

mobta_admin
Sat, Jul 29 2023 8:31 PM
mobta

شنبه ١١محرم الحرام ١٤٤٥

د جوزجان ولایت ال ـ کاونوآباد او قرانچي په سیمه کې يوه قومي شخړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او سیمه ییزو مشرانو په منځګړيتوب حل او فصل شوه. د غه ناسته د شخړې د حل په موخه د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم او د یاد ولایت د ال ـ کاونوآباد او قرانچي د مشرانو، ديني عالمانو او سپين ږيږو په ګډون د شبرغان ښار د شینکوت په کلي کې جوړه شوې وه. په دې جرګه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي صمیم خبري وکړي او ويې ويل: بښنه يو اسلامي اصل دى، سولې او روغې جوړې ته د خلکو رابلل د هر مؤمن ديني وجيبه ده. هغه وویل: موږ د خپلې دندې ترڅنګ مسؤليت لرو چې خلک ښو لارو ته را دعوت کړو. په یاده جرګه کې د شخړې ښکېلو لوریو په ټولنه کې د سولې او روغې جوړې د ارزښت په باب خبرې وکړې او د خلکو ترمنځ د سولې د ټينګښت او ورور ولۍ راوستلو لپاره یې د دې ډول شخړو حل ارزښتناک وباله او په دغې مهمه جرګه کې یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له منځګړیتوب څخه د مننې په ډول وویل: موږ د الله جل جلاله د رضا او د مشرانو په منځګړيتوب دغه شخړه پاى ته ورسوله او ستاسې په مخ کې دا وعده کوو چې يو له بل سره به هيڅ راز دښمني نه کوو. په پای کې د شخړې دواړو لوري د جرګې د برخه والو په وړاندې ودريدل او يو بل يې په غيږکې ونيول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu