د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ نوي رئيس په دنده پیل وکړ

mobta-af
Sat, Jul 22 2023 3:26 PM
Mobta

يکشنبه ۴ محرم الحرام ١٤٤٥

الحاج شیخ حضرت ولي حقاني چې د ریاست الوزراء د حکم پر اساس د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ د رئیس په توګه ټاکل شوی و،  نن د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ.

Mobta

دغې ناستې ته د وینا پر مهال د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد او د سرحدي پلټنو معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپلو خبرو کې وویل: د جرګو او قبایلي چارو د همغږي ریاست یو له هغو کلیدي ریاستونو څخه دی چې یو تجربه کار او وړ کس یې مسؤلیت پر اوږو وړلای شي، یاد ریاست ته د  داسي سخص اړتیا لیدل کېده چې د هېواد له ټولو قومونو او قبایلو سره بلد وي او په اړه یې بشپړ معلومات ولري. دوی زیاته کړه: د پورته ټکو ته په نظر کولو سره دا وړتیا په ښاغلي حقاني کې شتون لري، نوموړی له ولس سره پوره بلدتیا لري او کولای شي دغه مسؤلیت په پوره دیانت او اخلاص سره مخ ته یوسي. دوی نوي ټاکل شوي رئیس ته په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.

په پاي کې نوي رئيس ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې اسلامي امارت ته د ښه خدمت کولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې خپله دنده به د یاد نظام تر سیوري لاندې په پوره صداقت او ریښتنولي مخ ته وړي او په هر حال کې به د مشرتابه اطاعت ته ژمن پاتې کیږي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu