د ځایي او کوچي قومونو تر منځ د شخړو د هواري هڅې

mobta-af
Tue, Jun 20 2023 1:51 PM
Mobta

۳۰/ذالقعدةالحرام/۱۴۴۴

د خوست ولایت د ځایي قومونو او کوچیانو تر منځ د رامنځته شوې شخړې د حل په موخه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ئیس شیخ کلیم الرحمن فاني په مشرۍ، د کرنې او ښار جوړونې ریاستونو له استازو او مل پلاوي څخه جوړ شوي هیئت، د موضوع د حل په تړاو له یادو قومونو سره ناسته وکړه.

دغې ناستې ته د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي فانې د یادې شخړې د حل په موخه د تېرو ناستو په اړه یادو قومونو ته مفصل معلوماتو وړاندې کړل او د شخړې د حل پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

ورپسې د ذکر شوي هیئت غړو په خپل وار سره د یادې شوې موضوع په تړاو خپل نظرونه وویل، د راتلونکې روغې جوړې کولو پر اساسي ټکو یې خبرې وکړې او دواړه لورې یې د شخړې هواري ته راوبلل.

د یادونې وړ ده چې د دغې موضوع په اړه د یاد ریاست له لوري مسلسل سفرونه او غونډې جوړې شوې دي او ژر به ورته حل لارې ولټول شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu