د عامه تأسیساتو ساتنه دي وشي

mobta_admin
Wed, Jun 14 2023 7:59 PM
Mobta

څو ورځې وړاندې د کاپیسا ولایت د حس آباد، کچا او سکین ولسوالیو تر منځ د عامو خلکو له لوري د سرک جوړېدلو په جریان کې د خلکو ځینو تأسیساتو ته زیانونه اوښتې وو، چې له امله یې د سیمې د خلکو تر منځ شخړې او اختلافات رامنځ ته شوي وو. د یاد ولایت مقام د هدایت پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس ښاغلي صیاد او د امر بالمعروف نهي عن المنکر رئیس د یادې ستونزې د حل په موخه د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ ته سفر وکړ. ټاکل شوي پلاوي د ساحې له لیدلو او بررسي وروسته د یادې ستونزې دواړو ښکېلو لوریو ته د قناعت په ورکولو سره وویل: په کومه ساحه کې چې سرک رغول کیږي هلته دي د عامه تاسیساتو (ونو، باغونو او کورونو) ساتنه وشي او له حوصلې دې کار واخیستل شي. یاد پلاوي د قضیې تر پوره مطالعې او څارنې وروسته دواړو لوریو ته قناعت ورکړ او خپله ټاکل شوې پرېکړه یې دوی ته واوروله چې د دواړو له لوري په خوشحالي سره ومنل شوه. د یادولو وړ ده چې د یاد سفر په جریان کې په اله سای ولسوالۍ کې د دوو تنو تر منځ راپېښه شوې شخړه هم په سوله بدله شوه او د یادې شخړې دواړه لوري وروسته له پخلا کېدولو یو بل ته غاړه غړۍ شول او په خپله شخړه یې پښېماني وښوده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu