د لويديځ نورستان نورګرام ولسوالۍ ته سفر

mobta-af
Tue, May 09 2023 12:25 PM
Mobta

یکشنبه/۱۷/شوال المکرم/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر نورستان ولایت ته د خپل رسمی سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ له قومونو سره وکتل.

د دې کتنې پر مهال د یاد وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري، مل پلاوي،د یاد ولایت مرستيال والي مولوي فيصل مختار، د  سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي نادر شاه، د لېوا قومندان مولوي سعيدالله سعادت، د یادې ولسوالۍ ولسوال، مسؤلینو، د مختلفو درو څخه راغلو مشرانو ګډون درلود.

د یادې ولسوالۍ مشرانو د سرپرست وزیر په مشري ورغلي پلاوي ته تود هرکلی وکړ او په لومړي ځل د یوه لوړ پوړي پلاوي په ورتګ یې خوښي وښوده. دوی وویل: موږ د ا.ا.ا سره د اشغال پر وړاندې د جهاد په صف کې اوږدو په اوږه ولاړ وو او اوس یې هم په کلکه ملاتړ کوو. دوی په یاده ولسوالۍ کې د مواصلاتي لارو د نه شتون، له مرکزه ليرې والی، د روغتيايي خدمتونو نشتوالی او يو لړ نورې ستونزې یادې کړې او له حکومت څخه یې په دې برخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.

Mobta

ورپسې سرپرست وزیر ښاغلي نوري راغلیو ولسونو ته په وینا کې وویل: د نورستان له ولسونو څخه موږ ډاډمن يو چې تل يې د اسلامي امارت ملاتړ کړی او په خپلو سيمو کې يې د هر ډول تحرکاتو مخه ډب کړې ده، د نورستان ولايت د ولسوالیو د لارو په شمول به ټولو هغو محرومو سيمو ته په ځانګړې توګه پاملرنه کېږي چې په تېر کي له پامه غورځول شوې دي، موږ به هڅه وکړو چې ستاسو غږ او غوښتنې تر کابينې ورسوو.

اوس چې امنيت دی ټول خلک په خلاصه پښه او پوره ډاډمنتيا د هيواد بيلابيلو سيمو ته په سياحت وتلی شي، که چيرته د لارو ستونزې نه وي نورستان ته به د نړۍ له ګوټ کوټ څخه سيلانيان راځي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه امارت د ټول هيواد لپاره بنسټيزې اقتصادي برنامې په پام کې لري، لکه څنګه چې مو شل کاله د اشغال په وړاندې جهاد ته ملاتړلې وه اوس به په ګډه د هیواد ودانولو او د خلکو خدمت ته ملاوي تړو تر څو مو هیواد آباد او په ځان بسیاینې ته ورسیږي.

هغه د خلکو د ستونزو اړوند زیاته کړه: د ولس پوښتنه او د هغوئ مشکلات اورېدل زموږ يوه ايماني وجيبه او راسپارل شوې دنده ده، زه دا اطمینان درکوم چې ستاسې غوښتنې به تر اړوندو ارګانونو پورې رسوم او د حل په برخه کې به یې پوره هڅه کوم. 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu