د تفتیش عالي ادارې له مشر او استازو سره ناسته وشوه

mobta-af
Mon, May 01 2023 7:57 AM
Mobta

دوشنبه /۱۱/ شوال المکرم/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي چارو معینیت د افغانستان د پلټنې عالي ادارې له مشر او استازو سره وکتل.

په یاده کتنه کې د یاد وزارت د مسلکي چارو معین مولوي عبدالرحمن حقاني، د دفتر رئیس مولوي حضرت ولي حقانی، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د مالي چارو رئیس محمد سلیم ستانیکزی، د افغانستان د تفتیش عالي ادارې عمومي رئیس مولوي محمد غازي، د دغې ادارې د تفتیش رئیس مولوي کلیم الله مصباح او مل پلاوي ګډون درلود.

د کتنې په پیل کې د پلتنې عالي ادارې مشر مولوي محمد غازي یاده شوې اداره یوه مستقله اداره وبلله او د دغې ادارې پلټنه یې د هیواد د پرمختګ لپاره یو مهم ګام یاد کړ. هغه وویل: موږ د ټولو دولتي ارګانو د اداري چوکاټ د سمون، د ادراتو تر منځ د همغږۍ او اداري فساد له منځه وړلو لپاره کار کوو او زموږ اداره د مسلکي او په کارپوه خلکو په لرلو سره د ټولو اداراتو د کارونو د ښه والي لپاره هڅه کوي. هغه همدا راز زیاته کړه: که چیرته د هیواد په ادارتو کې بهبود راشي د هیواد نظام مستحکم او قوي کیږي.

Mobta

ورپسې د وزارت د مسلکي چارو معین ښاغلي حقاني د ټاکل شوي پلاوي له ستړیاوو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: دا نظام د ټولو هیوادوالو ګډ نظام دی او په موږ ټولو یې پرمختګ لازمي دی. هغه همدا راز وویل: د هیواد ټول ادارات په ګډه د نظام د انکشاف او پرمختګ لپاره کار کوي او د یادو ادارو پلټنه د نظم په راوستلو او د فساد په مخنیوي کې مهمه ده، زموږ د وزارت په هره برخه کې که کومه نیمګړتیا موجوده وي موږ به یې د حل او اصلاح لپاره کوښښ کوو چې په دې کې زموږ دنیوي او اخروي ښېګنې نغښتې دي.

وروسته د وزارت د دفتر او مالي رئیسانو په نوبت له پلټونکو څخه مننه وکړه چې خپله څېړنه یې په پوره امانتدارۍ او دیندارۍ سره د چارو د سمون او اداري اصلاحاتو لپاره کوي. دوی یاده کړه چې دا تفتیش له پخوانیو څخه ډېر متفاوت دی او رښتیا د ادارتو د شفافیت او اصلاح لپاره کار کوي.

په پای کې د یادې ادارې د تفتیش رئیس ښاغلي مصباح د یاد وزارت له مسؤلینو څخه کور ودانی وکړ چې د له دوی سره یې د پلټنې په برخه ډېره همکاري کړې ده او خپل کارونه یې په ښه ډول مخ ته وړي دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu